ناټو د 'الکسي نوالني' مسمومیت په اړه بحث کوي
د ناټو د دفاع وزیران به نن جمعه د روسیې د اپوزیسیون د مشر الکسي نوالني د مسمومیت په اړه خبرې وکړي.
د ناټو د ۳۰ غړیو تړون به ښايي له روسیې رسماً وغواړي چې د دې قضیې بشپړ او شفاف تحقیقات وکړي، خو تمه نه کېږي چې تر دې ډېر کلک اقدامات اوس اعلان کړي.
جرمني د چهارشنبې په ورځ (سېپټېمبر۲) وویل، د سموم پېژندنې ازموینې په زغرده داسې شواهد ښيي چې د کریملین دا سخت منتقد د نوفیچوک به عصب فلجوونکي ماده مسموم شوی دی.
دا مواد د پخواني شوروي اتحاد په مهال جوړېدل.
۴۴ کلن نوالني د اګسټ په ۲۰ نېټه له سایبریا څخه مسکو ته په الوتکه کې ناروغ شو او له کبله یې الوتکه په نیمايي لاره کې په اومسک کې کېناستو ته اړ ایستل شوه.
ده، مخکې تر دې چې جرمني ته یووړل شي، په اومسک کې دوې ورځې تېرې کړې.
د ده روغتیايي حالت نازک دی او اوس د جرمني د برلین په یوه روغتون کې د عاجلې څارنې په خونه کې تر تداوۍ لاندې دی.
ډاکترانو دی د کوما په حال کې ساتلی دی.
وروسته له دې چې د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل دا قضیه د مسمومیت په وسیله د قتل قصدي هڅه وبلله، دغه هېواد په ناټو او اروپايي اتحادیه کې د خپلو متحدانو له لوري د روسیې پر ضد د ګډ عکس العمل هڅه کوي.
اروپايي اتحادیه په روسیې باندې پر احتمالي بندیزونو غور کوي.
د اروپايي اتحادیې له لوري د دې اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بوریل پرون په یوه بیان کې پر نوالني د مرګونې حملې هڅه وغندله او له مسکو څخه یې د دې جنایت په اړه د بشپړو تحقیقاتو غوښتنه وکړه.
بوریل ویلي، اروپايي اتحادیه د ګډ نړیوال غبرګون غوښتنه کوي او دا خپل حق ګڼي چې مناسب اقدامات وکړي.
ده دا هم ویلي چې پر جرم سترګې پټول به ونه زغمل شي.
روسیې د نوالني په قضیه کې لاس لرل رد کړي دي.
د ولسمشر پوتین ویندوی دیمیتري پیسکوف پرون وویل، په جرمني او اروپايي اتحادیه کې له خپلو شریکو هیوادونو غواړي د قضاوت په کولو کې له بیړې کار وانخلي.
په همدې حال کې د امریکا د کانګریس غړیو د ولسمشر ټرمپ له حکومته غوښتي چې د دې مسئلې په خاطر پر روسیې هغه بندیزونه ولګوي چې کانګریس تصویب کړي دي.
نوالني، چې د اپوزیسیون مشر او د فساد ضد کمپاینر دی، پخوا په ځلونو نیول شوی او حملې پرې شوي دي دی سربیا ته د فساد پر ضد د تحقیقاتو او په روان سېپټېمبر کې په سیمه ییزو انتخاباتو کې د اپوزیسیون د مشرانو د ملاتړ لپاره سایبریا ته تللی و.