چارواکي: لغمان کې لسګونه وسلهوال طالبان وژل شوي
چارواکي د لغمان په الیشنګ ولسوالۍ کې د لسګونه وسلهوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو طالبانو د الیشنګ ولسوالۍ په جبون سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوه پوسته برید وکړ چې د په شا تمبولو لپارهیې هوایي ځواکونو بمباري وکړه.
هغه طالبانو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه وویل، د هوایي ځواکونو د بمبار په پایله کې ۲۵ طالبان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول. په وژل شویو طالبانو کې پنځه تنه د لیزري وسلو کاروونکي طالبان هم شامل دي.
د دولتزي په وینا د وژل شویو طالبانو جسدونه په سیمه کې پاتې دي او یو شمېر وسلې یې هم افغان ځواکونو ته په لاس ورغلې دي.
وسلهوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نهدي ویلي.