طالبانو د افغان دولت ۲۲ کسه بندیان خوشې کړل
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد په یوې اعلامیه کې وویل چې دا بندیان په هلمند ولایت کې د طالبانو له زندانه خوشې شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، طالبانو دا اقدام د سولې په مذاکراتو کې د ښه نیت او د باور فضا رامنځته کولو په پار کړی دی، څو دا خبرې مطلوبې نتیجې ته ورسېږي.
په اعلامیه کې له افغان حکومت څخه هم غوښتنه شوې چې په ورته اقداماتو سره د رامنځته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخیستل شي.
حکومت مخکې ویلي وو چې طالبان باید ټول هغه بندیان خوشې کړي چې ورسره دي، خو دقیق شمېر یې نهو ښودلی.