ایران له اسرائیل سره د بحرین د ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو پرېکړه وغندله
سپینې ماڼۍ پرون د بحرین او اسرائیلو د اړیکو د موافقې اعلان وکړ.
تمه ده درې سره هېوادونه راتلونکې اونۍ په واشنګټن کې په دې اړه مراسمو کې ګډون وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن په یوې اعلامیې کې دا یوه ناسمه پرېکړه بللې او ویلې یې دي چې دا به په تاریخ کې د دوی په وینا د یوه شرموونکي اقدام په توګه ثبت شي.
ایران بحرین تورنوي چې د فلسطین د اوږدې مودې زحمتونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین لپاره قرباني کوي.
تهران زیاتوي چې د فلسطین خلک او اسلامي نړۍ به هېڅکله له اسرائیل سره د اړیکو نرمول ونه مني.
شاوخوا څلور اونۍ دمخه عربي متحده اماراتو هم له اسرائیل سره ورته موافقه کړې ده.
د امریکا متحده ایالاتو په دواړو موافقې کې منځګړیتوب کړی دی.