ارګ: د ګمرکونو برخه کې اساسي اقدامات تر لاس لاندې دي
د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ګمرکونو په برخه کې اساسي اقدامات تر لاس لاندې لري.
جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې ویلي، چې جمهور رییس غني تېره شپه ناوخته په دې اړه په جوړه شوې ناسته کې ټينګار کړی چې باید په ګمرکونو او عایداتي ادارو کې مقرري د ازادې سیالۍ له لارې وشي.
د بیان پر بنسټ جمهور رییس په ګمرکونو او بندرونو کې د قوانینو د تطبیق، د افغانستان عایداتي سرچینو ته د جدې پاملرنې غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په عایدتي منابعو کې د پراخ فساد ادعا شوې ده.