پاکستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې ۱۰ کسان مړه شوي دي
د پاکستان په شمالي سیمه ګلګت بلتستان کې د ځمکې ښویېدنې په پېښه کې یو موټر تر خټو او خاورو لاندې شوی او لږ تر لږه ۱۰ کسان مړه شوي دي.
په دغه میني بس موټر کې ۱۵ کسان نن له راولپنډۍ څخه سکادو سیمې ته روان و، چې د اسلام اباد د شمال په ۲۴۰ کیلومترۍ کې پرته ده.
د پولیسو یوه چارواکي وکیل خان وویل، د ژغورونکو کارکوونکي او محلي رضاکاران د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو لپاره د خاورو او خټو په لیرې کولو بوخت دي.