ظریف: ایران د افغانستان سولې بریا خپله بریا ګڼي
محمد جواد ظریف دا خبره نن په تهران کې د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې وکړه.
د دې شورا مطبوعاتي په یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلي عبداله څرګنده کړې، په افغانستان کې د سولې لپاره یو استثنايي فرصت برابر شوی دی.
عبدالله عبدالله نن ایران ته لاړ، هغه تر دې مخکې پاکستان او هندوستان ته هم سفر کړی و.