چنای سوپر کېنګز کرکټ لوبډله له کلکته نایټ رایډرز سره نن لوبه کوي
کلکته نایټ رایډرز په جدول کې پنځم ځای لري او چنای سوپر کېنګز د جدول په اخر کې دی.
د هند د کرکټ غوره لیګ چې د نړۍ د کرکټ تر ټولو ګران بیه لیګ دی، د کرونا ویروس له امله سږ کال د هند پر ځای په متحده عربي اماراتو کې د سپټمبر په ۱۹مه پرانیستل شو.
دا لوبې به د نومبر تر ۱۰مه په متحده عربي اماراتو کې روانې وي.