میوند قول اردو: هلمند کې د يوه قوماندان په ګډون له ۱۰ ډېر طالبان وژل شوي
۲۱۵ ميوند قول اردو د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون د له ۱۰ زیاتو وسلهوالو د وژلو خبر ورکوي.
دغې قول اردو نن په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې تېره ورځ وسلهوالو طالبانو د ناوې ولسوالۍ اړوند مومن خان سيمه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په اکمالاتي کتارونو د بريدونو پلان درلود چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ او د هوايي ځواکونو په مرستهيې پلان شنډ شو.
د قول اردو په وینا د دغو بریدونوپه نتیجه کې د وسلهوالو طالبانو د يوه قوماندان ملا باريداد په ګډون ۱۵ وسلهوال وژل شوي او درې نور یې ټپي شوي دي.