لوګر کې غبرګو امنیتي پېښو یو پولیس وژلی او ۳ نور یې ټپیان کړي
د والي ویاند دیدار لونګ وایي، لومړۍ پېښه د ښار دننه پر یوه رنجر ډزې دي چې پولیسو ته یې مرګ ژوبله اړولې:"د پل علم ښار د لومړي سمت په رنجر موټر باندې ډزې شوي دي، د ډزو پر مهال یو پولیس شهید او یو بل سطحي ټپی دی."
له دې پېښې لږ وروسته همدې سیمې ته نژدې د زندان پر رنجر موټر ماین چاودلی چې د پولیسو د ویاند شاهپور احمدزي په وینا، دوه پولیس په کې ټپیان شوي دي.
د پېښو مسؤلیت چا نه دی اخېستی، خو طالبان د ښار شاوخوا سیمو کې فعالیت لري.