هرات کې لسګونه کلیوالو ښځو لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړل
![هرات کې لسګونه کلیوالو ښځو لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړل](https://gdb.rferl.org/F7D7ECC0-4C95-4156-B174-774EC40E5A3C_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د لوېدیځو ولایتونو په لسګونه کلیوالو ښځو خپل لاسي توکي په هرات کې نندارې ته وړاندې کړې دي.
د غور ولایت اوسېدونکې ماه تابان چې دغه درې ورځني نندارتون تهیې خپل لاسي توکي راوړي وایي: "په غور کې امني نهده او موږ نهشو کولای چې هلته د لاسي صنایعو توکي وپلورو. هرات ته راغلي یو چې دلتهیې وپلورو او یو څه هم راته ګټه پاتې شي."
له دغه نندارتون څخه هدف د کلیوالو ښځو پیاوړي کول او د لاسي صنایعو تولیداتو تهیې بازار موندنه ښودل شوې.
له هراته د ازادي راډیو خبریال وایي چې په دغه نندارتون کې د هرات، بادغیس، غور، فراه او نیمروز له ولایتونو د لاسي صنایعو او خوراکي موادو ۶۰۰ غرفې ایښودل شوي.