د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې پولیسو ۳۰ ډاکټران نيولي
![د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې پولیسو ۳۰ ډاکټران نيولي](https://gdb.rferl.org/ABA40C5A-1C11-474A-B6DF-CAE6EFC5D580_cx0_cy26_cw0_w800_h450.jpg)
د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک کې د شنبې په ورځ (د نومبر ۷مه) پولیسو لږ تر لږه ۳۰ ډاکټران نيولي دي.
د بشري حقونو ادارې وياسنا ويلي چې دا ډاکټران د يوې مظاهرې لپاره راټول شوي وو. خپره شوې ويډيو ښيي چې ماسکونه پرمخ – پوليس، نيول شوي کسان په یوه ميني بوس موټر کې له ځان سره بيايي.
د مېنسک پولیسو د يو شمېر مظاهره چيانو نيول تأييد کړي دي.
په بېلاروس کې د اګسټ د نهمې له انتخاباتو راهیسې مظاهرې را روانې دي. په دغو انتخاباتو کې الکېساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره د ولسمشر په توګه ګټونکی اعلان شو. سیاسي مخالفو ډلو او د بېلاروس ډېرو وګړو د انتخاباتو نتيجې له درغليوو ډکې بللې دي.
د امریکا متحده ايالاتو او اروپايي ټولنې د الکساندر لوکاشينکا بریا په رسميت نه ده پېژندلې.