د سپينې ماڼۍ یو شمېر کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي
د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفتر د رئيس په ګډون، د سپينې ماڼۍ یو شمېر کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي.
ځينو امريکايي رسنيو خبر ورکړی چې د ټرمپ د دفتر د رئیس مارک مېډوز د کرونا ویروس نتيجه د نومبر په څلورمه نېټه مثبت راغلې وه.
مېډوز تېره مياشت اعلان کړی و چې امريکا نه شي کولای د کرونا ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.
مارک ميډوز د مارچ په ۳۱مه د ولسمشر ټرمپ د دفتر رئيس وټاکل شو. دی درېيم کس دی چې د ټرمپ د دفتر رئيس شوی. ميډوز د ولسمشر ټرمپ سره د انتخاباتو په درشل کې سفر کړی و.
هغه په وروستي ځل د نومبر په څلورمه د ښاغلي ټرمپ د انتخاباتو په دفتر کې په عام محضر کې راڅرګند شوی و.
نيويارک ټايمز او بلومبرګ نيوز رسنیو د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا مياشت د سپينې ماڼۍ د څلورو نورو کارکوونکو د کرونا ویروس نتيجې هم مثبتې راغلې دي. د سرچینو نوم نه دی یاد شوی. د دې راپورونو په اړه سپينې ماڼۍ لا تر اوسه څه نه دي ويلي.
دوه اوونۍ مخکې د امريکا د مرستيال ولسمشر مايک پينس د فتر رئیس او ځیني نور کارکوونکي يې هم په کرونا ویروس اخته شوي وو.