ماین چاودنې د غور د ولایتي شورا مرستیال 'عطشان' وواژه
د غور سیمه ییز چارواکي وایي، د ولایتي شورا مرستیال عبدالرحمان عطشان د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.
د غور د ولایت سرپرست حبیب اله رادمنش وویل، دې پېښې دوه تنه ټپیان کړي هم دي، یو د ولایتي شورا غړی عبدالرحیم رضازاده دی او بل د هغه موټر چلوونکی.
د غور د عامه روغتیا سرپرست رئیس عبدالطیف رحیمي د دې خبر په تایید، رسنیو ته وویل: "په نننۍ چاودنه کې چې د غور ولایتي روغتون ته څېرمه وشوه، یو تن شهید د غور له وکیلانو څخه دی او دوه تنه ټپیان شوي دي چې یو یې د ولایتي شورا غړی او بل یې د هغه ساتونکی دی."
تر اوسه چا د دې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.