د ارزګان چارواکي: هوايي بریدونو طالبانو ته درنه مرګژوبله واړوله
د ارزګان د والي دفتر وايي، په دې ولایت کې طالبانو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند احمد شاه ساحل ازادي راډیو ته وویل، لسګونه وسلهوال طالبان په دهراوود ولسوالۍ کې د هوايي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
ساحل په عین حال کې ومنله چې د دهراوود ولسوالۍ بازار لا هم د طالبانو په لاس کې دی، خو د ده په وینا د بازار د بېرته نیولو لپاره به عملیات ژر پیل شي.
طالبانو تر اوسه پورې د مرګژوبلو په اړه د ارزګان د والي د ویاند د څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي.