چارواکي: په پروان کې یو پخوانی جهادي قومندان وژل شوی
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیرمحمد صادق هاشمي ازادي راډیو ته وویل، چې محراب الدین چې په معلم مشهور و پر موټرسایکل سپرو وسله والو نن د دې ولایت مرکزچاریکارو د ښوونکو د ښارګوتي په سیمه کې په ډزو وواژه.
د ښاغلي هاشمي په وینا وسله وال د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي او دوی د پېښې په اړه څېړنه پیل کړې ده.