ډبليو ايچ او: د "فایزر-بیو ان ټیک" واکسین استفادې ته اجازه ورکړل شوه
له کله نه چې کرونا وبا پيل شوې، دا یې په وړاندې جوړ شوي واکسین ته لومړنی لوی( اعتبار) بلل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپله ویبپاڼه لیکلي، چې دا اجازه به نورو هېوادونو ته لاره هواره کړي چې د د دغه واکسین د واردولو او کنټرول چارې ګړندۍ کړي.
د فایزر او بیو ان ټیک کمپنیو د واکسین تطبیق د لومړي ځل لپاره بریتانیا او ور پسې په امریکا او اروپایي ټولنه کې پيل شو.