"وسله والو کسانو په پروان کې یوه مور په ډزو وژلې او زوی یې ټپي کړ"
د پروان امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ناوخته په جبل السراج ولسوالۍ کې دا پېښه د نامعلومو کسانو لخوا شوې ده.
د پروان ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي آزادي راډیو ته وویل، چې دغو کسانو د شپې مهال د یادې ولسوالۍ په خواجه محمد خیل ولسوالۍ کې پر یوه کور برید وکړ چې په نتیجه کې یې څلویښت کلنه مور وژل شوې او یو ځوان زوی یې ټپي کړی دی.
برید کوونکي له سیمې تښتېدلي دي.
پولیس وايي، د دې برید علت تر اوسه روښانه نه دی او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.