بلوچستان کې د هزاره ګانو پرلت څلورمې ورځې ته وغځېد
دوی د یولسو هزاره کان ایستونکو د وژلو په خاطر اعتراض پیل کړی دی.
اعتراض کوونکو د چارواکو دا غوښتنه رد کړې ده چې مړي ور وسپاري او وایي چې هغه وخت به جسدونه خاورو ته سپاري چې برید کوونکي ونیول شي او په خپله صدراعظم عمران خان ورشي او دوی ته د امنیت په برخه کې ډاډ ورکړي.
وسله والو د سکرو د کان ۱۱ کارګر چې اووه یې د افغانستان دي، د یکشنبې په سهار د مچ په سیمه کې ووژل.
د دې برید مسوولیت داعش منلی دی.