طالبان:د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او خبریالانو په وژلو کې لاس نه لرو
په دې اعلامیې کې نن دوی ویلي دي چې په بېلابېلو سیمو کې له یوې مودې راهیسې د دیني عالمانو، خبریالانو او سیاسي څېرو په وژلو کې لاس نه لري.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي دي چې دوی تل د خپلو کړنو مسوولیت په غاړه اخېستی دی.
د افغانستان حکومت هم طالبان په دې بریدونو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
په وروستیو شااوخوا دوو میاشتو کې په افغانستان کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په ګډون لس خبریالان او مدني فعالان د مقناطیسي ماینونو په چاودنو او ډزو کې وژل شوي دي.