تمه ده راتلونکې اوونۍ درې پروژې پرانیستل شي
د دې درېیو پروژو د پرانېستې پر موضوع د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر محمد حنیف اتمر او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف د ټیلیفونې مکالمې پر مهال خبرې وشوې.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلي دي چې ښاغلي مردوف به په لنډې راتلونکې کې افغانستان ته راشي.
د خبرپاڼې له مخې د مردوف د دې سفر پرمهال به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ په سیاسي او امنیتي برخو کې همدا راز د ګاز او تیلو په برخو کې تفاهملیکونه لاسلیک شي.