د نسکورې شوې اوکرایني الوتکې په اړه د بشري حقونو سازمان غبرګون
د اوکراین د هوايي شرکت یوه الوتکه د ۲۰۲۰ میلادي کال د جنوري په اتمه د تهران له هوايي ډګره له الوتو لنډه شېبه وروسته وغورځېده او په کې سپاره ټول ۱۷۶ مسافر چې د افغانستان، ایران، کاناډا، بریتانیا، جرمني او سویډن وګړي وو، ووژل شول.
ایران له دې پېښې څو ورځې وروسته اعتراف وکړ چې د هوايي مدافعې ځواک یې دا الوتکه سهوا ویشتلې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په یو بیان کې له ایراني چارواکو غوښتي دي په دې اړه د بې پرې او شفافو څېړنو ژمنه وکړي.
دې سازمان د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د مرکو پربنسټ ویلي دي چې ایراني چارواکو دوی ځورولي دي.
دې سازمان په یوه راپور کې ویلي لږتر لږه شل کسان چې له دې پېښې وروسته یې په سوله ییزو مظاهرو کې ګډون کړی و، تر قانوني تعقیب لاندې نیول شوي دي.