حنیف اتمر او خلیلزاد د سولې پر اړوندو مسایلو غږېدلي
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ویډیو کنفرانس له لارې د پرون ماښام په خبرو کې چې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن هم حاضر و، د سولې د بهیر پر وروستیو پرمختګونو او ستونزو بحث وشو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې اتمر او خلیلزاد د سولې د روان بهیر د بریا لپاره د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د روانو خبرو له دوهمې مرحلې څخه د نړیوالو د ملاتړ پر زیاتېدو هم بحث وکړ.