پاکستان د هند د ممبي برید کې تورن 'لکوي' په بند محکوم کړ
د پنجاب ایالت د ترورېزم ضد ادارې نن جمعه (د مرغومي ۱۹مه) په ورځ اعلان وکړ چې د لاهور یوې محکمې ذاکر رحمان لکوي په پنځه کاله بند او د ترورېزم د مالي ملاتړ په جلا مورد کې په سل زره روپۍ نقدي جریمه محکوم کړی دی.
لکوي چې د جماعت الدعوه د خیریه بنسټ مخکښ غړی دی تېره اوونۍ په دې تور ونیول شو چې په لاهور کې یې د جبهې د لومړۍ کرښې د وسله والو لپاره چنده ټولوله.
دا بنسټ د لشکر طیبه د افراطي ډلې چې امریکا او هند د مومبي په حملو پړه بللې، مهمه څانګه ګڼل کېږي.
لکوي د مومبي له حملې څو ورځې وروسته ونیول شو خو محکمې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خوشې کړ.