ایران ته له امریکا او بریتانیا د کرونا ضد واکسین پر واردولو بندیز!
ایت الله علي خامنه يي نن جمعه(د مرغومي ۱۹مه) په یوه وینا کې وویل، ده چارواکو ته ویلي چې له امریکا او بریتانیا څخه د واکسین واردول حرام دي، خو اوس یې علني وايي.
د کرونا پر ضد واکسینونه د امریکا فایزر او مودرنا کمپنیو او انګلیسي کمپنۍ استرا زینیکا جوړ کړي، خو روسیې، چین او ځینو نور هېوادونو هم خپل خپل واکسینونه تولید کړي دي.
خامنه یي وویل چې دی د امریکا او انګلستان پر واکسینونو باور نه لري ځکه دا هېوادونه کله کله غواړي خپل واکسینونه په نورو هېوادونو کې وازمویي.
د ایران مذهبي مشر زیاته کړه چې هېواد به یې د کرونا ضد واکسین له نورو ډاډمنو ځایونو څخه ترلاسه کړي.