په اندونيزيا کې شديدې زلزلې لسګونه کسانو ته مرګ اړولې
په اندونیزیا کې یوې شدیدې زلزلې لږترلږه ۳۴ کسان وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د امریکا د جیولوژۍ سروې ادارې ویلي، چې د دې زلزلې مرکز د سولاوېسي ټاپو په جنوب کې او شدت یې د رېښتر په کچه ۶،۲ درجې و، چې په نتیجه کې یې زرګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
سیمه ييزو چارواکو ویلي، چې زلزلې او له هغه وروسته ټکانونو د استوګنې ۶۰ کورونه او دوه هوټلونه ونړول، برېښنا یې قطع کړه او پلونه یې ویجاړ کړل.
په سولاویسي کې پرون هم ۵،۹ درجې زلزله وشوه خو انساني تلفات یې نه لرل.
په اندونیزیا کې چې د وګړو نفوس یې ۲۶۰ میلیون ته رسېږي ډېر وخت زلزلې او اتشفشانونه کېږي چې کله ناکله د سمندري توپان یا څونامي باعث هم کېږي.
افغانستان پر دې پېښه خواشیني ښودلې او د بهرنیوچارو وزیر حنیف اتمر په یوه بیان کې خپل سیال ریتنو ال پي مارسودي ته د تسلیت وړاندې کړی دی.