افغان کرکټ ملي لوبډلې په اماراتو کې راتلونکو سياليو ته چمتووالى نیسي
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په عربي متحده اماراتو کې د لوبو لپاره چمتوالی نیسي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د راشد خان په ګډون افغان کرکټران د ایرلنډ پر وړاندي لوبېدو ته چمتووالی نیسي.
د ښاغلي هوتک په خبره، راشد خان په استرلیا کې د بیګ باش سیالیو کې له ځلېدو وروسته نن عربي متحده اماراتو ته ورسېد.
دا لوبغاړي په دریو نړیوالو پنځوس اوره سیالیو کې چې په پام کې ده، د افغانستان په کوربه توب ترسره شي عربي متحده اماراتو ته تللي دي.
د ښاغلي هوتک په خبره، دا سیالۍ تر راتلونکو پنځو ورځو پورې د ابوظبي شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شي.
له دې وړاندې کرکټ بورډ ویلي و، چې د ملي لوبډلې لوبغاړي توپ اچونکي ، قیس احمد، فضل حق، حمزه هوتک او فرید ملک هم عربي متحده اماراتو ته تللي تر څو د ايرلنډ په وړاندې دریو لوبو لپاره چمتووالی ونیسي.