د افغانستان زعفرانو د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټوټ جایزه وګټله
![د افغانستان زعفرانو د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټوټ جایزه وګټله](https://gdb.rferl.org/2BDE48F8-D758-4A40-A5F7-7E00EB026BD4_cx0_cy3_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان زعفرانو د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټوټ د ۲۰۲۱ کال لومړنۍ جایزه ترلاسه کړه.
دغه خبره د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت پرون (شنبه) په یوه خبرپاڼه کې وکړه او ویېویل، د (درې ستورو) دغه جایزه نړیوال اعتبار لري.
د اروپایي ټولنې د ذایقې نړیوال انسټیټیوټ د بلجیم پلازمېنه بروکسل کې فعالیت لري او په نړیواله کچه د ذایقې په ټاکلو او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په تعیینولو کې رول لري.
په افغانستان کې د کیهان په نوم د یوه شرکت لهخوا تولید شویو زعفرانو دغه جایزه ګټلې او د سوداګرۍ وزارت وایي، یاد شرکت له دې وروسته پر خپلو تولیداتو د (درې ستورو) نښان لګولی شي.