د ملالې میوند خور د ژوند د تر ټولو ترخې ورځې کېسه کوي
![د ملالې میوند خور د ژوند د تر ټولو ترخې ورځې کېسه کوي](https://gdb.rferl.org/7745351d-c587-42eb-9f1c-ca02c620c182_tv_w800_h450.jpg)
په ننګرهار ولایت کې د ښځو د حقونو د وژل شوې فعالې ملالې میوند کورنۍ عدالت غواړي. هغه د تلویزون د ګوتو په شمېر ښځینه ویندویانو او ژورنالیستانو څخه وه. ملاله میوند د ډیسمبر په لسمه نیټه جلال اباد ښار کې ووژل شوه. د ملالې میوند خور فاطمه هلال په دې راپور کې د خپل ژوند د" تر ټولو ترخې ورځې" کېسه کوي.