د بهرنیو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ سعودي ته ورسېد
د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د دې درې ورځني سفر هدف د دوه اړخیزو اړیکو لا پراختیا، د افغانستان د سولې بهیر څخه د ریاض د ملاتړ ستاینه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخوالی ښودل شوی دی.
د اعلامیې پر اساس تمه ده، ښاغلی اتمر په دې سفر کې له خپل سیال شهزاده فیصل بن فرحان ال سعودي او د هغه هېواد له یو شمېر نورو لوړ پوړو مشرانو سره وګوري.