افغان لامبوزن انوري د تمریني لوبو په پار روسیې ته لاړ
د افغانستان د ملي المپیک کمېټه وايي، د لامبو برخه کې د توکیو المپیک ۲۰۲۱ میلادي کال سیالیو ته نوماند فهیم انوري د تمرین لپاره نن چهارشنبه روسیې ته روان شو.
د ملي المپیک کمېټې سکرتر جنرال یونس پوپلزي ازادي راډیوته وویل چې ښاغلي انوري به د جنوري له میاشتې د المپيک سیالیو تر پيل پورې په روسیه کې تمرینونه وکړي او له هغه وروسته به د جاپان پلازمېنې توکیو ته د سیالیو لپاره ولاړ شي.
فهیم انوري شپږ کاله کېږي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د توکیو المپيک سیالیو ته په چمتوالي بوخت دی او له دې وړاندې د هېوا د ۳۰ لامبوزنو لوبغاړو کې لومړی مقام خپل کړی و.