غزني چارواکي: بېلابېلو هوايي بریدونو کې ۷ وسله وال وژل شوي
د والي ویاند واحدالله جمعه زاده د جمعې (د سلواغې ۳مه) په ورځ رسنیو ته په لیږلي پیغام کې ویلي، دغه بریدونه د بنجشنبې ورځ ناخته تر سره شوي دي.
ښاغلی جمعه زاده زیاتوي: "وسله والو طالبانو د غزني ولايت د مرکز اړوند د ناني په سیمه کې غوښتل د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړي چې د افغان امنيتي او هوايي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شوي چې په ترڅ کې د یو سرګروپ په ګډون ۷ تنه وسله وال مخالفین وژل شوي او یو تن یې ټپي دی."
د جمعه زاده په خبره، په دغه بریدونو کې افغان هوايي ځواکونو او ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.