افغان پولیسو ۷ ولایتونو کې له ۴۰۰ کیلوګرامه ډېر نشه يي توکي نیولي
لومړي عميات چې د جدي د میاشتې په (۳۰مه) نېټه د پکتیا ولايت په احمد ابا ولسوالۍ کې د ملي امنيت رياست د کار کوونکو له خوا وشول، په نتيجه کې يې (۲۱۵) کيلوګرامه چرس ونيول شول.
له نشه يي موادو سره د مبارزې معينیت د رسنيو دفتر وايي، شپږ نور عمليات چې په شپږو ولایتونو کې اجرا شول، په نتيجه کې يې شپږ کيلوګرامه هيرويين، (۱۹۱) کيلوګرامه بنګ او (۵۰) کيلوګرامه تارياک ونيول شول.
د نشه يي موادو د دې اووو قضيو په تړاو نهه تنه هم نيول شوي دي.