امریکا د پاکستان د سترې محکمې په وروستۍ پرېکړه غوسه ښودلې
د احمد عمر سعید شیخ په نوم دغه سړی په ۲۰۰۲م کال د والستریت ژورنال ورځپاڼې د خبریال دانیال پېرل په وژنه تورن و، چې سترې محکمې یې د خوشې کېدو پرېکړه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د محکمې دا پرېکړه په پاکستان او نورو ځایونو کې د ټروریزم د قربانیانو سپکاوی وباله.
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن پساکي ویلي، واشنګټن د دانیال پېرل په قضیه کې د عدالت پلي کولو ته ژمن دی.
۳۸ کلن پېرل چې د والستریت ژورنال ورځپاڼې د جنوبي اسیا د برخې مشر و، د ۲۰۰۲م کال په جنورۍ میاشت کې په کراچۍ کې وتښتول شو.
په ۲۰۱۹م کال احمد عمر سعید شیخ په لاس په یوه لیکل شوي لیک کې د پېرل په وژنه کې خپل محدود رول تایید کړی و، دغه لیک روانه میاشت سترې محکمې ته سپارل شوی و.