نوواکس شرکت په بریتانیا کې د "کوېډ١٩" ضد واکسین ۹۰ سلنه اغېزناک وباله
نوواکس پرون دا هم وویل، چې ظاهراً یې واکسین د کرونا ویروس د نویو بڼو په وړاندې هم اغېزناک ثابت شوی دی.
خو دغه شرکت وايي په جنوبي افریقا کې د ويروس د نوې بڼې په وړاندې دغه واکسین خلکو ته لږ خوندیتوب ورکړی دی.
دا اعلان په داسې حال کې کېږي، چې لا هم روغتیايي چارواکي نه پوهېږي چې د دغه واکسین ورکول به خلک د وایروس د هغې نوې بڼې په وړاندې خوندي کړي که نه چې اول په بریتانیا، برازیل او جنوبي افریقا کې کشف شوه.
د وایروس دا نوې بڼه د پخواني هغه په نسبت په خلکو کې په چټکۍ خپرېږي.