په عراق کې د داعش یو مهم قوماندان وژل شوى
د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي پرون پنجشنبې وویل، چې د داعش ډلې جګپوړی قوماندان ابو یاسر العیساوي د استخباراتي معلوماتو په اساس د عراقي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی دی.
العیساوي د کرکوک ښار په لویدیځ کې چې ویل کېږي اوس هم د داعش جنګیالي پکې فعال دي، وژل شوی دی.
د عراق د تروریزم پرضد د مبارزې ادارې پر خپله فیسبوکپاڼه خبر ورکړی، چې د العیساوي د وژنې د عملیاتو مشري دې ادارې د استخباراتو په مرسته کوله.
اسلامي دولت ډلې تېره اونۍ د عراق د پلازمېنې بغداد په یوه بازار کې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وه د غبرګو بمي چاودنو مسوولیت ومانه.
په دې چاودنو کې ۳۲ کسان ووژل شول.