د رومانیا په یوه روغتون کې د اور لګېدو له کبله ۴ کسان مړه شوي
دا په تېرو دریو میاشتو کې په رومانیا کې د اور لګېدو دوهمه خونړۍ پېښه ده.
د رومانیا په کورنیوچارو کې د دولت وزیر راعد عاطف نن وویل چې درې تنه ناروغان ځای پرځای او څلورم د ژغورونکو له هڅو سره سره مړه شول.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ژغورونکو ډلې۶۰ ناروغان یوې بلې څېرمه ودانۍ ته او ۴۴ نور د بخارست یوه روغتون ته لېږدولي دي.