د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پولیسو تعلیمي نصاب تدوین کړ
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د پولیسو تعلیمي نصاب خلکو سره په همغږۍ او د دوی د نظرونو په پام کې نيولو سره تدوین کړ.
د ملي پولیسو له ناسم چلنده شکایتونه له پخوا راهيسې مطرح موضوع ده، خو اوس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پولیسو په تعلیمي نصاب کې د خلکو د نظرونو په پام کې نيولو او دوی سره د همغږي خبره کوي.
د دې وزارت ویاند طارق ارین وايي، په دې نصاب د روان لمریز کال له پیله کار پیل شوی و چې په نږدې راتلونکي کې به د اجرا وړ وګرځي.
ښاغلی ارین زیاتوي: "دغه نصاب د ساتونکي، ساتنمن او افسر تر کچې تدوین شوی چې ۱۴۰۰ لمریز کال لپاره به د اجرا وړ وي، په دې نصاب کې د خلکو نظرونه په نظر کې نیول شوي دي، د دې لپاره چې د پولسیو له چلنده تل شکایتونه موجود و، موږ هم ښه وګڼله چې د خلکو نظرونه په دې نصاب کې ځای پر ځای کړو."
ښاغلی ارین وايي، دغه نصاب د مدني فعالانو، رسنیو، د ټولنې د مختلفو برخو او د پولیسو د افسرانو له نظرونو تر اخیستو وروسته د ملي پولیسو د ظرفیت لوړونې په هدف جوړ شوی دی.
نوموړی وايي چې له دې وړاندې د پولیسو په تعلیمي نصابونو کې د خلکو نظرونو ته پام نهکېده، خو دا لومړی ځل دی چې له خلکو هم نظر اخيستل شوی.
د نوموړي په خبره د دغه نصاب د پیاوړتيا لپاره د بهرنيو سلاکارانو سلا هم اخيستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې اوس هم خلک د پولیسو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.
یو شمېر وايي: "د کندز ولایت اوسېدونکی یم، د پولیسو چلند له خلکو سره سم نهدی، همدغه دلیل دی چې خلکو له پولیسو واټن اخیستی او د دې لړۍ دوام امنیتي ستونزې هم ډېرې کړي."
"زه عبدالله د ننګرهار ولايت اوسېدونکی يم، پولیسو چلند له خلکو سره د امیرانو په څېر دی، په داسې حال کې چې پولیس د خلکو خدمتګاران دي، موږ د کورنیو چارو وزارت نه غوښتنه کوو چې پولیسو ته له خلکو سره د چلند سم سلوک وښیي."
له دې سره هممهاله یو شمېر پوځي کارپوهان وايي، تر اوسه چې د پولیسو د پرمختګ لپاره هر پروګرام پلی شوی د بهرنیو سلاکارانو تر مشورې لاندې پلی شوی.
پوځي کارپوه باري عارض وايي، د ملي پولیسو په تعلیمي نصاب کې د خلکو نظرونه په پام کې نيول مهم بحث دی، خو په خبرهيې له ټولو مهمه بیا دا ده چې دا نصاب په سمه توګه پلی شي.
ښاغلی عارض وايي: "د امنیتي ځواکونو د پياوړتيا لپاره ډېر کار شوی، دغه اقدام چې د ملي پولیسو تعلیمي نصاب کې د خلکو نظرونه ځای پر ځای کېږي غوره کار دی، خو مهمه د دې نصاب پلي کول دي چې زه فکر کوم امنیتي بنسټونهيې باید د تطبیق په برخه کې هم جدي اقدامات وکړي."
د کورنیو چارو پخوانی وزیر فقیر محمد فقیر هم وايي چې خلکو سره د پوليسو د جلند ښه کولو په اړه په تېر کې هم ورته اقدامات شوي، خو په خبرهيې عملي شوي نهدي.