کاناډا ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات پیل شول
د افغانستان کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، کاناډا ته د افغانستان د وچې مېوې صادرات پیل او تازه ۱۴ ډوله وچه مېوه د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت ولېږدول شوه.
د دې وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، ياد محصولات د ځمکني ټرانسپورټ له لارې د ازبکستان او ترکيې له لارې کاناډا ته صادر شول.
د ښاغلي رستمي په خبره، د وچې مېوې دا صادرات راز فوډ په نوم يو خصوصي شرکت ترسره کړي دي.
نوموړی زیاتوي، د افغانستان محصولات په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو، منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا، چین او خلیج کې ډېر او لوی مارکېټونه لري او په نږدې راتلونکي کې بهيې د خلیج او منځنۍ اسیا هېوادونو ته هم صادرات پيل شي.
د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت په وینا، هڅه کوې چې په بېلابېلو زونونو کې د وطني محصولاتو د بستهبندي مرکزونه جوړ شي چې د هېواد د صادراتي محصولاتو بستهبندي نړیوالو معیارونو سره سمه وشي.