هنګري کې د 'کلوب راډیو' د جواز نهغځېدو نړیوال غبرګونونه راپارولي
د هنګري حکومت په دغه هېواد کې د وروستۍ خپلواکې راډیو د جواز له تمدیدېدو ډډه کړې ده.
د کلوب راډیو (Klubradio) د جواز نهغځول په نړیواله کچه غندل شوی دی. دا په دغه هېواد کې وروستی خپلواک خبري راډیویي سټېشن بلل کېږي.
اروپایي ټولنې او د رسنیو څارونکو د هنګري حکومت دغه اقدام د اروپا په دغه هېواد کې پر ډیموکراسۍ برید بللی دی.
پر هنګري سربېره د اروپایي ټولنې بل غړي هېواد پولنډ هم د بیان پر ازادي ځیني محدودیتونه لګولي چې د رسنیو د ملاتړو غبرګونونهیې پارولي دي.
د دغه هېواد حکومت هم په دې وروستیو کې پر خصوصي رسنیو د مالیاتو د وضع کېدو وړاندیز کړی چې ورسره د دې رسنیو فعالیت هم محدودېږي.
د قانون حاکمیت په چارو کې د اروپایي کمېسیون ویاند کریستین ویگاند (Christian Wigand) پرون چهارشنبه په بروکسل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال په هنګري او پولنډ کې د رسنیو ازادۍ ته په اشارې وویل: "موږ د قانون د حاکمیت په اړه راپور کې په هنګري کې د رسنیو د ازادۍ او فعالیت په اړهیې خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي، د کلوب راډیو (Klubradio) دوسیه یوازې دغه اندېښنې زیاتوي، رسنۍ باید وکولای شي چې د اروپایي ټولنې په ټوله سیمه کې ازاد او خپلواک فعالیت وکړي."
کلوب راډیو تر ډېره د هنګري په پلازمېنه بوداپست کې خپرونې لري.
د دغې راډیو په اکثرو خبرونو او پروګرامونو کې د هنګري د صدراعظم ویکتور اوربان (Viktor Orban) پر حکومت نیوکې کېږي.
د دغې راډیو ۷ کلن جواز درې ورځې وروسته د فبرورۍ په ۱۴مه پای ته رسېږي.
د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې په هنګري کې د رسنیو د تنظیم ادارې چې د صدراعظم اوربان پلویان پهکې دي، د کلوب راډیو د جواز د تمدید غوښتنه رد کړې ده.
د رسنیو د تنظیم دغې ادارې بیا ویلي، کلوب راډیو دوه ځله د جواز د تمدید سندونه ناوخته ور رسولي او په دې کار سرهیې د اجباري ثبت له قانون نه سرغړونه کړې ده.
رسنۍ د دا ډول سرغړونو له کبله معمولاً جریمه کېږي، خو دا چې هنګري کې له دې کبله د یوې خپلواکې راډیو جواز نهتمدیدېږي، پر رسنیو د حکومت د سیاسي فشار په معنی بلل کېږي.
د اروپایي شورا د بشري حقونو کمېشنرې دونیا میاتوویچ (Dunja Mijatovic)، په یوه ټویټ کې لیکلي، "په هنګري کې د یوه بل غږ غلي کول، د رسنیو د ازادۍ لپاره یوه بله غم لړلې ورځ ده".
اروپایي ټولنه هنګري کې د قضائیه قوې د خپلواکۍ په کمزورۍ، د رسنیو او نادولتي بنسټونو د محدودولو په تړاو څېړنه کوي او داسې وېره شته چې دغه هېواد د دغې ټولنې لسګونه میلیارده یورو بودجه له لاسه ورکړي.
په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د بیان د ازادۍ له اړخه هنګري د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۸۹م ځای خپل کړی دی.