له ۶ کلونو پرله پسې غوښتنو وروسته هرات کې د ایران د قونسلګرۍ دیوال نړیږي
د افغان حکومت شپږ کاله پرله پسې غوښتنې او د هراتیانو له ګڼو اعتراضونو وروسته، په هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د دیوال نړول پیل شول.
د هرات د مرکزي سړک شاته کوله پروژه چې شپږکاله وړاندې پیل شوې وه، اوس د ایران قونسلګری د دیوال له تخریب سره بشپړیږي.
په ۱۳۹۴ لمریز کال کې د هرات د هغه وخت ښاروال فرهاد نیایش، د هرات د مرکزي سړک د پراخولو او د دې سړک شااوخوا ودانیو د شاته کولو پریکړه وکړه، خو د دې پروژې پر وړاندې لوی خنډ د ایران د قونسلګرۍ دیوال و چې سړک په منځ کې تېر شوی و.
په دې شپږو کلونو کې د چارواکو په پرله پسې غوښتنو وروسته تېره شپه د قونسلګرۍ د دیوال د ورانولو چارې پیل شوې.
د هرات والي وحید قتالي وایي، د دې دیوال لېرې کولو په بدل کې د ایران دولت ته په کابل کې په همدغه مساحت ځمکه ورکړل شوې ده: "وروسته له دې چې بېلابېل پلاوي راغلل، د دې ځمکې ابعاد یې وسنجول، د افغانستان دولت د دې ځمکې معادل د ایران اسلامي جمهوري دولت ته ورکړ."
د هرات په مرکزي سړک کې د دې دیوال شتون، د لارو د بندېدو او ټرافیکي بېروبار لامل او د هرات اوسیدونکي یې له ستونزو سره مخ کړې و.
د هرات اوسیدونکی اسدالله کارګر وایي: "زما په اند دا دیوال باید په لومړیو ورځو کې لېرې شوی وای، خو د سمې پالیسۍ نشتون او د ایران دولت لوړې غوښتنې د دې لامل شوې چې کلونه دا دیوال لېرې نه شي او د خلکو لپاره سرخوږی جوړ کړي."
په هرات ولایت کې د ایران قونسلګرۍ پر دیوال له ګڼو نیوکو وروسته ایراني چارواکو د دیوال تخریب کې د ځنډ لامل، د افغان حکومت نه چمتوالی اعلان کړ.
په هرات کې د ایران اسلامي جمهوریت سرقونسل، محمد صدیقي وايي: "موږ د بهرنیو چارو وزارت استازو ته د دیوال ورانولو په اړه خپل چمتوالی ښیو او د یاد دیوال د ورانولو کار سر له ننه پیل شو."
په داسې حال کې هرات کې د ایران د قونسلګرۍ د دیوال د ورانولو چارې پیلېږي چې تېر کال د افغان او ایراني چارواکو ترمنځ د دې دیوال د تخریب په بدل کې په کابل ولایت کې د دوو نومرو ځمکې د ورکړې هوکړه لاسلیک شوې وه.
ازادي راډیو و غوښتل د دې ځمکې د جزئیاتو په اړه د ښار جوړونې وزارت سره خبرې وکړي، خو د پرله پسې هڅو سره یې ځواب ترلاسه نه کړ.