چارواکي: په مرکزي بغلان کې د طالبانو له زندانه اسیران ژغورل شوي
ښاغلي صميمي له آزادۍ راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، چې په ژغورل شویو کسانو کې پولیس او ملکي وګړي شامل دي.
هغه زياتوي: "د طالبانو پر یوه محبس د مرکزي بغلان د ولسوالۍ په نوروزک سیمه کې شپني عملیات وشول چې په نتیجه کې یې ۴۳ اسیران له زندان خلاص شول. په دې ډله کې امنیتي ځواکونه، سوداګر او ملکي وګړي شامل وو."
د بغلان امنیه قوماندان زیاته کړه، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو زندان ټول له منځه تللی دی.
طالبانو د دې ادعا په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.