د ګُرجستان صدراعظم ګیورګي ګاخاریا استعفا وکړه
د ګُرجستان صدراعظم ګیورګي ګاخاریا نن پنجشنبه(د سلواغې ۳۰مه) استعفا وکړه.
دا استعفا وروسته تر دې وړاندې شوه چې د دې هېواد د اپوزسیون تر ټولو مهم مشر ونیول شو.
د تبلیسي محکمې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۲۹مه) د تحریک او ملي وحدت د ګوند د مشر نیکا میلیا له توقیف سره موافقه وکړه.
دا پریکړه د دې لامل شوه چې د مخالف ګوند ټول غړي د پارلمان غونډه تحریم کړي او پایله یې دا شوه چې نن صدراعظم خپله استعفا وړاندې کړي.