امریکا، جرمني، فرانسه او بریتانیا به د ایران پر اټمي تړون وغږېږي
د امریکا د متحد ایالاتونو، جرمني، فرانسې او بریتانیا جګپوړي ډیپلوماتان به نن پنجشنبه د ایران د دوه زره پنځلسم کال پر اټمي تړون بحث وکړي.
دا تړون چې د دغو څلورو لویدیځو ځواکمنو هېوادونو، همدا راز د چین او روسیې له لوري لاسلیک شو له ایرانه یې وغوښتل چې د یورانیمو له غني کولو لاس واخلي، په بدل کې به یې پر دغه هېواد بندیزونه لېرې شي.
سره له دې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوه زره اتلسم کال د مې په میاشت کې له دې تړونه بهر شو، پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول او ویې ویل چې د تړون شرایط داسې نه دي چې ایران به د اټمي وسلو له جوړېدو راګرځوي.
ایران تل دا خبره رد کړې ده چې د اټمي وسلو د جوړېدو په لټه کې دی او وایي چې اټمي هڅې یې د ملکي اهدافو لپاره دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس او د بریتانیا د بهرنیو چار وزیر ډومنیک راب به د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر جان اېف لودریان سره په پاریس کې وګوري او د امریکا د بهرنیو چارو نوی وزیر انتوني بلېنکین به د ویډیو کنفرانس له لارې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
بلېنکین تیره میاشت ویلي و چې دی غواړي د متحد ایالاتونو له متحدانو سره به په همغږۍ له ایران سره د یوه پیاوړي او اوږدمهاله تړون د ترلاسه کولو لپاره کار وکړي.