کورنیو چارو وزیر: لویو لارو کې د پولیسو د اخاذیو په اړه شکایتونه خپله څيړم
له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې د لویو شرکتونو بار وړونکو موټر چلوونکو کاري اعتصاب کړی وايي،لویو لارو کې پولیس او نور غیر مسول وسلهوال ترې په غیرې قانوني ډول پېسې اخلي، خو د کورنیو چارو وزیر مسعود انداربي دې ډول شکایتونو ته د رسېدنې ډاډ ورکړی.
ښاغلي اندرابي په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي، له دې وروسته په لویو لارو کې د پولیسو د اخاذیو په اړه ټول شکایتونه په خپله څېړي او د پولیسو د اصلاحاتو لړۍ به په لویو لارو کې بشپړوي.
مسعود اندرابي دوه شمېرې هم اعلان کړي چې شکایت کوونکي پرې خپله ستونزه تر هغه رسولای شي.
د دې وزرات ویاند طارق ارین ازادي راډيو ته وویل، د وزارت رهبرۍ د دې ستونزې د حل لپاره ګرځېدونکي یا سیار ټیمونه جوړ کړي.
ښاغلي ارین زیاته کړه: "پولیس او افغان امنیتي ځواکونه د هېواد په ټولو لویو لارو کې شته او خپلې پوستې لري، د دې لويو لارو امنیت ساتل د پولیسو دنده ده. کورنیو چارو وزارت د لویو لارو د امنیت لپاره سیار ټیمونه ځای پرځای کړي او دوی به په دې لارو کې فعاله وي. "
ښاغلي ارین له خلکو هم د همکارۍ غوښتنه کوي.
خو پر لویو لارو د بار وړونکو شرکتونو مسوولان دې خبرې ته د شک په سترګه ګوري.
د احمد شاه ابدالي مسافر وړونکو او بار وړونکو ټرانسپورټي شرکت مشر احمد شاه دُرانی وايي، پولیس او نورې غیرې مسوله وسلهوالې ډلې په یو نوم او بل نوم له بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پېسې اخلي چې دې چارې ټول شرکتونه سخت په تکلیف کړي.
دی وايي: "د داخلې وزیر کور ودان، هغه خو دا بیانه ورکړه، خو موږ سره یې په جلسو کې په بار-بار ویلي چې دا مشکل نه حلېږي. د دې کار د مخنیوي لپاره چې یو یا دوه قوماندانانو څخه رتبې وانه خېستل شي ددې غلاو مخنیوی نا ممکن دی، هغه موټرونه چې په دې لاره ځي وايي، یوه امنیتي پوستې نه پریږدي، وزیر د داخلي امر کوي خو له بده مرغه امر یې نه چلیږي. "
د شمالي ولایتونو د ټرانسپورټي شرکتونو مشر حاجي محمد اصف هم په همدې اند دی.
نوموړی وايي:" ټولو ټرانسپورټي شرکتونو کاري اعتصاب نه دی کړی، ځينې خپل کار کوي، خو د اخاذو اخېستل د هېواد په ټولو لویو لارو کې کېږي او دغه اخاذۍ یوازې پولیس نه اخلي، بلکې نورې وسلهوالې ډلې هم شته. موږ له چارواکو غواړو چې د دې کار مخه ونیسي. "
د افغانستان ولسي جرګې هم له حکومته غوښتي چې د دې شرکتونو ستونزه حل او د غیر مسوول وسلهوالو د مخنيوي سربېره، د پولیسو په لیکو کې اصلاحات راولي.