د "مولوي مجیب الرحمان انصاري" وروستیو څرګندونو غبرګونونه پارولي
ښاغلي محب دا څرګندونې نن په کابل کې خبریالانو ته وکړې.
هغه زياتوي: "که څوک خلک د نظام پرضد پاروي او هلته د پوځ او پولیسو یادونه کوي نو موږ یې د باغي په توګه پېژنو او باید پر وړاندې یې اجراآت وشي."
په عین حال کې د هرات والي عبدالوحید قتالي ویلي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د ده په وینا د پردیو په دستور په هرات کې افراطي افکار رامنځته کړي.
د هرات ښار د ګازرګاه جومات خطیب مولوي انصاري پرون د جمعې د لمانځه په خطبه کې وویل، د حکومت ملاتړ ګناه ده او له افغان ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د نظام ملاتړ ونه وکړي.