کابل کې د اسیا 'بي'درجې فوټبال روزنېز کورس پای ته ورسېده
د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه روزیز کورس درې اوونۍ مخکې په کابل کې پیل شوی و چې نن د سندونو او جایزو په ورکړې سره پای ته ورسېد.
ښاغلی مشعوف وایي، په دغه شل ورځني پروګرام کې له کابل او ولایتونو څخه ۲۴ روزونکو برخه اخېستې وه.
یاد پروګرام د افغانستان د فوټبال فدراسون د فني مدیر طاهر رؤفي له خوا پرمخ یوړل شو.