د بریتانیا صدراعظم افغانستان کې د شخړو په زیاتېدو اندېښمن دی
بورېس جانس دا خبره تېره شپه له افغان ولسمشر اشرف غني سره د ټیلیفوني مکالمې پر مهال وکړه.
د دې خبرو په اړه له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلې دي چې د بریتانیا صدراعظم د افغانستان د سولې پروسې، د سولې روانو هڅو لپاره د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ د پیاوړتیا او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هېواد د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي دي چې ښاغلي جانسن په افغانستان کې پر تلپاتې اوربند ټینګار کړی دی.