چین: د هانګ کانګ انتخاباتي سیسټم کې به بدلونونه راوړو
له دې اعلانه ښکاري چې پېکېنګ په دې مهم نړیوال مالي مرکز کې نور نو خپل مخالفین نه شي زغملای.
صدراعظم لي- کي کیانګ نن د خلکو د ملي کانګرس یا پارلمان په پرانېستونکې غونډه کې د وینا پر مهال په هانګ کانګ او بله نیمه کورواکې سیمه- مککاو کې د چین د اساسي قانون د بشپړ انفاذ پر اړتیا ټینګار وکړ:
ښاغلی کیانګ زیاته کړه: "موږ د یوه هېواد او دوو سیسټمونو پر اصل ولاړ یو. موږ به د دې دوو سیمو د ادارې سیسټمونه او مېکانیزمونه اصلاح کړو، څو اساسي قانون او اساسي اصول په کې نافذ کړو."
د ملي کانګرس د رئیسه پلاوي مرستیال مشر ونګ چېن ویلي چې د هانګ کانګ د اجرائیه رئیس د غوراوي طریقه باید اصلاح شي ځکه د هغه په وینا د دې سیمې په انتخاباتي سیسټم کې نیمګړتیاوو د اپوزیسیون فعالانو ته اجازه ورکړې چې د خپلواکۍ غږ اوچت کړي.
د چین د ملي کانګرس کلنۍ غونډه نن د مارچ په پنځمه پرانېستل شوه چې یوه اوونۍ به دوام وکړي.
تمه ده چې دا بدلونونه به په دې غونډه کې تصویب شي.