برما کې بیا پر معترضانو ډزې وشوې او یو تن یې ووژل شو
معترضان، د پوځ له ځپونکو اقداماتو سره-سره چې په ترڅ کې یې له پنځوسو زیات کسان مړه او له اولس سوو زیات نور ونیول شول نن بیا هم د میانمار په مرکز او نورو ښارونو کې واټونو ته راووتل.
دا تاوتریخوالی د نړیوالو له خوا غندل شوی دی.
ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر میانمار د وسلو نړیوال بندیز او پر پوځ یې اقتصادي بندیزونه ولګوي.
امنیت شورا به همدا راز دا قضیه د جرمونو نړیوالې محکمې آی سي سي ته راجع کړي.